ټیک ټاک د مالیزیا دا ادعا ردوي چې دغه خواله رسنۍ د فلسطین ملاتړې منځپانګه لرې کوي.
مالیزیا چې تر ټولو ډېر مسلمان وګړي لري، ټیک ټاک او میتا پرون تورن کړل چې د فلسطین ملاتړو مواد محدودوي او لا یې هم لرې کوي.
میتا پرون دا ادعا بې حقیقه وبلله او زیاته یې کړه چې قصدا یې فیسبوک کې د چا د غږ پورته کولو مخه نه ده نیولې.
د ټیک ټاک یوه ویاند هم د جمعې په ورځ له رویټرز سره په خبرو کې د مالیزیا دا ادعا رد کړه.
میتا او ټیک ټاک پر غزه واکمنه فلسطینۍ ډله حماس خطرناک سازمان بولي او د دې ډلې د ستایلو پر منځپانګه یې بندیز لګولی دی.
حماس د اکتوبر پر ۷ پر اسراییل برید وکړ او تل ابیب وايي په دغه برید کې ۱۴ سوه کسان وژل شوي او تر دوو سوو یرغمل دي.
په ځواب کې اسراییل هم پر غزه هوايي برید پیل کړ چې تر پنجشنبې پکې تر اوو زرو فلسطنیان وژل شوي چې نږدې درې زره پکې ماشومان دي.