درې مهاجر د صربیا- هنګري په ګډه پوله کې ووژل شول

AP ۱۴۰۲ لړم ۵

د صربیا دولتي تلوېزون وايي، د دغه هېواد او هنګري ګډې پولې ته نږدې د مهاجرو په نښته کې درې کډوال ووژل شول او یو سختي ټپي شوی دی.

دا پېښه نن په یوه شاړ کرنیز ګودام کې شوې او ور پسې سیمې ته ډېر پولیس استول شوي، خو لا یې رسمي بیان نه دی خپور کړی.

د سربیا او د اروپايي ټولنې د غړي هنګري په پوله کې تاوتریخوالی او نښتو راپورونه ډېر شوي دی.

په زرګونو کډوال دې سیمې ته ځي او د قاچاقبرو په مرسته له پولې د تېرېدو هڅه کوي.

نور خبرونه

رادیو