د چین پخوانی لومړی وزیر لي کچیانګ د جمعې په ورځ (د لړم ۵مه) د زړه درېدو له امله د ۶۸ کلونو په عمر ومړ.
نوموړی د ۲۰۱۳ کال له مارچ څخه د روان کال تر مارچ میاشتې پورې د چین لومړی وزیر و او د دغه هېواد د ولسمشر لپاره یو له پیاوړو سیالانو څخه و.
د چین د دولتي رسنیو د راپور له مخې، لي کچیانګ چې شانګهای ته په رخصتۍ تللی و د پنجشنبې په ورځ پرې ناڅاپه د زړه حمله راغله.
د دغو راپورونو له مخې، د هغه د ژغورلو هڅې ناکامې شوې او د جمعې په شپه ومړ.
د چین دغه پخوانی لومړی وزیر د یوه پېژندل شوي اقتصاد پوه په توګه هم پېژندل شوی دی.
لي کچيانګ په چين کې د لېبرال بازار پلوی و؛ خو د لومړي وزير په توګه د خپلې دورې پر مهال يې پر اقتصاد د لا زيات حکومتي کنټرول لپاره د شي جېن پېنګ نظر ته غاړه کېښوده.
نوموړي د روان کال په مارچ مياشت کې له يوې لسيزې وروسته د چين د لومړي وزیر له دندې استعفا وکړه.