د اسراییل او حماس په اړه د نظر لیکونکې افغاني الاصلې جرمنۍ چارواکې د دندې ځنډېدل

AP ۱۴۰۲ لړم ۵

د جرمني د شلسویګ هولشټاین ایالت د ځوانانو د ټولنیزو او ادغام د چارو وزارت د سلاکارې مریم صمدزاده دنده تر هغه وروسته وځنډول شوه، چې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې په اړه یې په انسټاګرام کې لیکنه خپره شوه.

اغلې صمدزاده په هامبورګ کې په یوې افغانې کورنۍ کې زېږېدلې او د جرمني د زرغون ګوند غړې ده.

اغلې صمدزاده د (تلې په ۲۵مه) د انسټاګرام له یوه پوسټ سره موافقه کړې وه، چې د حماس له برید وروسته یې پر اسراییل سختې نیوکې کړې وې او د اسراییل بریدونه یې غندلي وو.

کیسه هغه مهال پیل شوه، چې د الېس هاسټرس په نوم یوې خبریالې په یوه انسټاګرام یادښت کې د اسراییل او حماس جګړې په اړه د جرمني پر حکومت نیوکه وکړه.

الېس هاسټر له اسراییل سره د حکومتونو بې شرطه پیوستون وغانده او جرمني یې تورن کړ، چې د یهودیت ضد مبارزې لپاره "اسلام ضد او د فلسطین ضد نژاد پرستۍ" پراخوي.

د مېرمن صمدزاده دغه نظر وروسته له هغه له غبرګون سره مخ شو، چې د شلسویګ هولشټاین ایالت د ځوانانو د ټولنیزو چارو وزیر وویل، چې د مریم صمدزاده شخصي دریځ د شلسویګ هولشټاین ایالت د چارواکو له نظر سره سمون نه لري.

د جرمني رسنیو د راپور له مخې ، دغه پنځوس کلنه مېرمن د شلسویګ هولشټاین ایالت د ځوانانو، کورنۍ او ادغام د چارو د وزیرې د سلاکارې په توګه له دندې ګوښه شوې ده.

د همدې راپورونو پر بنسټ، د اغلې مریم صمدزاده دنده به اوس د دوو میاشتو لپاره د راتزبورګ ولسوالۍ محکمې ته سپارل کېږي.

مېرمن صمدزاده تر اوسه د خپلې دندې د ځنډولو په اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو