د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه، چې د حماس استازي مسکو ته رسېدلي چې د "بهرنیو یرغمل شویو خوشې کولو" به اړه خبرې وکړي.
روسي رسنیو د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د حماس پلاوی د دغې پوځي ډلې یو لوړ پوړي غړي موسی ابو مرزوق په مشرۍ مسکو ته تللی دی.
روسیه په منځني ختیځ کې د اسراییل، ایران او حماس په ګډون له ټولو مهمو لوبغاړو سره اړیکې لري.
مسکو تر دې وړاندې هم ویلي، چې د امریکا د ډېپلوماسۍ ماتې په منځني ختیځ کې د کړکېچ لامل دی.
دغه هېواد همداراز د اسراييل او حماس ترمنځ د اوربند او سولې ته د رسېدو لپاره د يوې حل لارې د موندلو په هدف د خبرو اترو د بيا پيل غوښتنه کړې ده.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخارووا د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۴مه) وويل، چې د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال علي باقري کني هم مسکو ته سفر کړى او د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال ميخايیل ګالوزين سره يې خبرې اترې کړې دي.
تر دې مخکې مسکو له حماس سره د خبرو د پلان په اړه غږیدلی و.
د کرملین ماڼۍ ویلي، چې د اسراییل او حماس ترمنځ په جګړه کې د منځګړیتوب لپاره به له دواړو سره خپلې اړیکې وساتي.
روسیې ته د حماس د استازو دا سفر د تلې له ۱۵مې نېټې پر اسراییل د دغې وسلوالې ډلې له ناڅاپي برید وروسته لومړی سفر دی.