د اسراییل د بریدونو له زور اخیستلو سره هممهاله د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې لین هیسټینګز د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۴مه) اعلان وکړ، چې د غزې هېڅ ځای امن نه دی.
هغې ټینګار وکړ، چې په وسله والو جګړو کې باید د ملکي وګړو ساتنه وشي.
مېرمن هیسټینګز په یوې بیانیه کې چې د ملګرو ملتونو پر وېبپاڼه خپره شوې؛ لیکلي: اسراییلي پوځ د غزې ښار خلکو ته خبرداری ورکوي هغه کسان چې خپلو کورونو کې پاتې کیږي خپل ژوند له خطر سره مخ کوي.
هغه وايي؛ د هغو خلکو لپاره چې د تګ لپاره هېڅ ځای نه لري یا حرکت نه شي کولی، مخکینۍ خبرتیا توپیر نه لري. کله چې د وتلو لارې بمبار کیږي، کله چې په شمال او سویل کې خلک په جګړو کې ښکیل کیږي، کله چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره اړین توکي او د بېرته راستنېدو تضمین شتون نه لري، «خلک پرته له ناممکن انتخابونو بل هېڅ نه لري».
په ورته وخت کې هغې ټینګار کړی، چې وسله والې نښتې باید په هر ځای کې د نړۍوالو قوانینو له مخې وشي؛ دا په دې معنا ده، چې په هر ځای کې چې وي له ملکي وګړو باید ساتنه وشي او د ژوندي پاتې کېدو اړین مواد باید ولري.
هغې د حماس له خوا د یرغمل شویو بندیانو پر خلاصون ټینګار وکړ او ویې ویل چې دوی باید ژر تر ژره او پرته له شرطه خوشې شي.