د ملګرو ملتونو بشرپاله دفتر اعلان وکړ، چې په غزه کې د استوګنې ۴۵ سلنه (۲۰۰زره) استوګنځایونه د اسراییل د بریدونو په پایله کې زیانمن شوي یا ویجاړ شوي دي.
په دغو بریدونو کې روغتونونه، مذهبي ځایونه، نانوایانې، بازارونه، مدرسې او خدماتي بنسټونه ویجاړ شوي دي.
د الجزیرې خبرې شبکې د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۴مه) د فلسطین د کور جوړونې د وزیر محمد زیاره په حواله راپور ورکړی، چې د اسراییل بمبارۍ «ټول استوګنځایونه» د احوال او ثبت له دفتر څخه پاک کړي دي.
د فلسطین د کور جوړونې وزیر په یوې بیانیه کې زیاته کړه:«روغتونونه، مذهبی ځایونه، نانوایانې، د اوبو سټیشنونه، بازارونه، ښوونځي، ښوونیز او خدماتي موسسې ویجاړ شوي دي».
حنون، بیت لاهیه، شجاعیه، شاطي شاوخوا سیمې او په خان یونس کې د عباسان الکبیري د کډوالو کمپ تر ټولو زیانمنې سیمې دي.
د شمېرو پر بنسټ؛ اټکل کېږي چې د اسراییل د بمباریو له امله په غزه کې شاوخوا ۱،۴ میلیونه خلک بې ځایه شوي او شاوخوا ۶۲۹ زره کسانو د ملګرو ملتونو په ۱۵۰ بېړنیو پناه ځایونو کې پناه اخیستې ده.
پر دې سربیره د غزې بشپړې محاصرې له امله روغتونونه د تیلو له کمښت سره مخ دي او لږ تر لږه ۱۳۰ ماشومانو او د زرو څخه د زیاتو پښتورګو د ډیالیز ناروغانو ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی.
د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه د ۳۰۰۰ ماشومانو په ګډون تر ۷۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي.