په پاریس کې زرګونو کسانو د فلسطین په ملاتړ لاریون کې برخه واخیسته

AP ۱۴۰۲ لړم ۱

په پاریس کې زرګونه کسان پر غزې د اسراییل د بریدونو په اعتراض کې د یکشنبې په ورځ سړکونو ته راووتل او د «پاریس له غزې سره دی» شعارونه يې ورکول.

دا په فرانسه کې تر هغه وروسته چې دې هیواد د غزې په تړانګه کې په لاریونونو باندې د حکومت بندیز لیرې کړ، په دغه ښار کې لومړی لوی لاریون دی

د فرانسې حکومت د غزې په ملاتړ په لاریونونو بندیز لګولی و، خو په فرانسه کې سترې اداري محکمې دغه بندیز ناقانونه اعلان کړ.

پولیسو وویل چې دوی ته د لاریون اجازه ورکړل شوې ځکه پر اسراییل د حماس د بریدونو ملاتړي هم پکې غندل شوي.

د پولیسو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۱۵ زره کسان د جمهوریت په څلورلاري کې راټول شوي وو او دوی د فلسطینیانو د ملاتړ ترڅنګ د اوربند غوښتنه وکړه.

دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې په تېرو ۱۶ ورځو کې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې تر ۴زره او ۷۰۰ډېر کسان وژل شوي دي.

په بروکسل کې هم ورته لاریونونه وشول، چې د بلجیم د پولیسو په وینا شاوخوا ۱۲ زره کسانو پکې برخه اخیستې وه.

ټاکل شوې چې په فرانسه کې څو نور لاریونونه هم وشي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ په قاهره کې د سولې په غونډه کې وویل چې، اسراییل د ځان د دفاع حق لري خو په ورته مهال د نړیوالو قوانینو درناوی هم باید وکړي.

نوموړي غزې ته د بشري مرستو د لېږد لپاره د دهلېز پر پرانیستلو هم ټینګار وکړ.

نور خبرونه

رادیو