د غزې په اړه د اسراييل او حماس ترمنځ پر مهمو اختلافي موضوعاتو خبرې روانې دي

۲ ساعتونه مخکې

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې اسراییل او حماس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې پلان په اړه په مصر کې نامستقیمې خبرې پیل کړې دي. دغه خبرې له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو وتلو او د حماس تسلیمېدو په اړه دي.

د راپور له مخې؛ دواړه خواوو د پلان اساسي برخې لکه اوربند، د بنديانو تبادله او د غزې د خلکو لپاره د مرستو لېږل منلې دي. حماس وايي، تر هغې به بې‌وسلې کېدل ونه مني چې فلسطیني دولت جوړ شوی نه وي؛ خو ټرمپ بیا ویلي، چې دغه خبرې د دوامدارې هوکړې لپاره ښه چانس دی.

یادې خبرې د مصر، امریکا او قطر په منځګړیتوب روانې دي او تر سبا پورې به دوام وکړي.

نور خبرونه

رادیو