د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند نهو غړو د استازو جرګې د مشر په توګه ځانونو نومولي دي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱

په دې وروستیو کې د بودیجې او یو شمېر نورو اختلافاتو پر سر د امریکا د استازو د جرګې د مشر کیون مکارتي له لرې کېدو وروسته نېږدې درې اونۍ د استازو د جرګې د مشر چوکۍ خالي ده.

خو جمهوري غوښتونکي ګوند له هماغې مودې را په دېخوا له پرلپسې هڅو وروسته هم نه دی توانېدلی، چې د استازو د جرګې د مشرۍ لپاره کس انتخاب کړي.

فاکس نیوز د جمهوري غوښتونکو په حواله خبر ورکړی، چې د دغه ګوند نهه غړي به نن ماښام په غونډه کې ویناوې کوي تر څو معلومه شي، چې د استازو د جرګې مشري ګټلی شي او که نه.

دا مهال د امریکا د استازو جرګې د غړو تر منځ د اوکراین – روسیې او حماس – اسراییل د جګړو په تړاو موافق او مخالف نظرونه موجود دي، د دغو جګړو په اړه رغنده نظر ښايي یو کس د بریا تر څوکۍ ورسوي.

نور خبرونه

رادیو