د هند د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ (د تلې ۳۰مه) اعلان وکړ چې کاناډايي ډیپلوماټان په پرله پسې توګه د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې، له کاناډا سره د دغه هېواد اړیکې له یوه ستونزمن پړاو څخه تیریږي.
نوموړي د دغو ډيپلوماټانو د لاسوهنې په اړه جزیات ور نه کړل.
د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جې شنکر د یکشنبې په ورځ وویل: «له کاناډا سره اوس مهال اړیکې له یوه ستونزمن پړاو څخه تیریږي، خو زه غواړم ووایم چې زموږ ستونزې د کاناډا د سیاست له یوې ځانګړې برخې سره تړلې دي.»
کاناډا د پنج شنبې په ورځ تر هغه وروسته له هند څخه د خپلو ۴۱ ډیپلوماټانو په اېستلو اړ شول چې نوي ډیلي د دوی د ډیپلوماتیک خوندیتوب د لغوه کولو ګواښ وکړ.
د کاناډا لومړي وزیر د جمعې په ورځ (د تلې ۲۸مه) وویل چې د نوي ډیلي وروستیو ګامونو په کاناډا او هند کې د میلیونونو خلکو عادي ژوند ستونزمن کړی دی.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې ملني جولي تېره اونۍ وویل چې، د هند دریځ «له منطق لرې او بې مخینې» دی او په ښکاره ډول د ډیپلوماتیکو اړیکو په اړه د ویانا له کنوانسیون سرغړونه کوي.
له دې سره، جي شنکر وویل چې هند د ویانا کنوانسیون پر بنسټ له ډیپلوماټیک متقابل عمل حق څخه استفاده کړې، «ځکه چې موږ په خپلو چارو کې د کاناډا د دوامداره لاسوهنې په اړه اندیښنه درلوده.»
جي شنکر همداراز وویل، هند د خپلو ډیپلوماټانو د خوندیتوب په اړه د اندېښنو له امله د څو اونیو لپاره د کاناډا ویزې بندې کړې دي.
نوموړي وویل، د ډیپلوماټانو د امنیت په اړه د اندېښنو له حل وروسته به بیا ځلې د ویزو ورکړه پیل کړي.
ویل کیږي چې د کاناډا شاوخوا پنځه سلنه وګړي هندي الاصله کاناډایان دي.