په تهران کې د ارمنستان او اذربایجان د اړیکو په اړه غونډه د روسیې په ګډون ترسره شوه

AP ۱۴۰۲ لړم ۱

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د «۳+۳» هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره تهران ته رسېدلی او نن یې په دغه غونډه کې ګډون کړی.

د ۳+۳ هېوادونو دویمه غونډه د ارمنستان، روسیې، ترکیې، اذربایجان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په حضور کې نن دوشنبه (د لړم لومړۍ) په تهران کې وشوه.

ایرنا خبري اژانس خبر ورکړی، چې په دې غونډه کې د جنوبي قفقاز پر مسالو بحث شوی او په ځانګړې ډول د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د سولې شوې دي.

په خبر کې راغلي، چې د ټولو اړخو تر منځ پر اقتصادي، ترانزیتي او سیاسي مسایلو ګڼ بحثونه شوې دي.

د ۳+۳ په غونډه کې د جنوبي قفقاز درې هېوادونه (اذربایجان، ارمنستان او ګرجستان) او د دې سیمې درې ګاونډي هېوادونه روسیه، ترکیه او ایران ګډون لري.

ایراني رسنیو ویلي، چې د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان د غونډې له ترسره کېدو سره موافقه کړې وه، خو د ګرجستان د بهرنیو چارو وزیر له روسیې سره د اختلاف له امله په دې غونډه کې ګډون ونه کړ.

د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو د مرستیالانو په کچه لومړنۍ ۳+۳ غونډه په ۱۴۰۰ کال کې په مسکو کې جوړه شوې وه.

نور خبرونه

رادیو