اسلام اباد کې یوې محکمې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د دغه هېواد د بهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي پر ضد نوې دوسیه پرانیستله.
د تحریک انصاف ګوند د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱ نېټه) اعلان وکړ، چې محکمې ښاغلی خان او قریشي د "دولتي رازونو په افشا کولو" تورن کړي.
عمران خان د هغه پټ ټیلګرام په افشا کولو تورن شوی چې په واشنګټن کې د پاکستان سفیر د تېر کال په لومړیو کې اسلام اباد ته استولی و.
عمران خان د دې ټیلګرام په افشا کولو کې خپل لاس لرل ردوي او وايي چې د دې ټیلګرام مواد د نورو سرچینو له لارې په رسنیو کې خپاره شوي دي.
د هغه ګوند وايي، پلان لري چې د جمعې په ورځ پر ښاغلي خان او قریشي لګول شوي تورونه وننګوي.
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د تېر کال په اپریل میاشت کې د پارلمان د غړو په رایو له دندې لرې کړای شو.
نوموړی له دندې څخه تر لیرې کیدو وروسته، له د ډیرو تورونو سره تر سخت فشار لاندې و.
د روان کال په زمري میاشت کې د پاکستان یوې محکمې عمران خان د مالي فساد په تور په درې کاله بند محکوم کړ چې له دغه حکم وروسته سملاسي ونیول شو.
د تحریک انصاف مشر په نېږدې راتلونکي کې په پارلماني ټاکنو کې له ګډون څخه هم محروم شوی دی.
هغه د تېر کال په وروستیو کې له افغانستان انټرنشنل سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي و، چې له کفر ویلو نیولې بیا تر قتل او د دسیسو تر جوړولو پورې د ده پر ضد شاوخوا سل دوسیې موجوديدي.
په دې مرکه کې ښاغلي خان ادعا وکړه، دا دوسیې د دې لپاره جوړې شوې چې په ټاکنو کې د ده د بریا مخه ونیسي.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر هغه مهال دا ادعا هم وکړه چې «که دوی زه بندي هم کړم، بیا به هم ټاکنې وګټم.»
د نوموړي په خبره، «له همدې امله دوی غواړي ما ووژني.»