حزب الله ډلې د شنبې په ورځ (د تلې ۲۹مه) د ټلګرام په یوه پیغام کې د لبنان په سویل کې له اسراییلي پوځ سره په نښته کې د خپلو دوو غړو د وژل کېدو خبر ورکړ.
په وروستیو ورځو کې له اسراییلي پوځ سره د نښتو په پایله کې د حزب الله لږ تر لږه ۱۶ غړي وژل شوي دي.
حزب الله وايي، بلال نمر رمیټي مشهور په ابو علي نور او علي خلیل خریس مشهور په حیدر په سویلي لبنان کې د جهادي دندې د ترسره کولو پر مهال وژل شوي دي.
د اکټوبر په اوومه د حماس او اسراییل تر منځ د جګړې له پیل راهیسې د لبنان او اسراییل پر پوله حالت کړکېچن دی او په سیمه کې نېږدې هره ورځ له تاوتریخوالي ډکې نښتې کېږي.
پر اسراییل د حماس تر برید وروسته حزب الله د اسراییل تر ولکې لاندې د سوریې د جولان په دغه سیمه کې د اسراییل پر شپږو پوستو د راکټونو او لارښود توغندیو بریدونه وکړل.
د ایران د اسلامي جمهوریت تر ملاتړ لاندې د لبنان حزب الله ډلې په یوې بیانیه کې اعلان وکړ چې د اسراییلي پوځ د یوې مهمې برېښنايي اوریدو او څارنې دستګاه یې ویجاړه کړې ده.
اسراییلي پوځ پر دوی د بریدونو د غچ اخیستنې په غبرګون له لبنان سره په سرحدي سیمو کې د حزب الله ځواکونه په هوايي بریدونو سره په نښه کړي دي.