ایران کې د ارمنستان-اذربایجان د سولې په هکله د شپږو ملتونو غونډه کېږي

AP ۱۴۰۲ تله ۳۰

د ایران، ترکیې، روسیې او ګورجستان د بهرنیو چارو وزیران د دوشنبې په ورځ «د اکتوبر ۲۳» د اذربایجان او ارمنستان له سیالانو سره د ایران پلازمېنه تهران کې ناسته لري. دوی د اذربایجان له خوا د نګورنو قره باغ تر نیول کېدو وروسته د باکو او یروان ترمنځ د سولې تړون د پرمختګ اړوند خبرې کوي.

ایرنا خبري اژانس وايي، دا شپږ هېوادونه له سیمې د لرې او غربي هېوادونو له مداخلې پرته پر سیمه ییزو لانجو خبرې کوي.

د ایرنا دا اشاره د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د سولې خبرو کې، د امریکا او اروپايي ټولنې ښکېلتیا ده، چې مسکو یې غوسه کړی دی.

د روسیې انټرفاکس خبري اژانس وايي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دې غونډې ته ځي.

مسکو ځان د ارمنستان او اذربایجان د امنیت ضامن بولي، خو په اوکراین کې ښکېلتیا یې دغه سیمه کې نفوذ کمزوری کړی دی.

اذربایجان تېره میاشت د نګورنو قره باغ نیولو سره ځانبولی خپلواک حکومت ختم کړ چې له ۱۹۹۰ کلونو راهیسې ارمنیانو جوړ کړی و.

له دې پېښې وروسته تر یو لکو ډېر ارمنیان له قره باغ وتلي او ارمنستان پر اذربایجان د توکم پاکونې تور لګوي، خو باکو وايي چې د دې سیمې خلک په اذربایجنۍ ټولنې کې ور ګډېدلی شي.

دواړو هېوادونو تېرو دریو لسیزو کې دوه ځلې جګړه کړې او د روسیې، امریکا او اروپايي ټولنې له ډېرو هڅو سره سره سولې ته په رسېدو کې پاتې راغلي دي.

نور خبرونه

رادیو