امریکا منځني ختیځ ته یوه بله جنګي بیړۍ او هوايي دفاعي سیستم استوي

AP ۱۴۰۲ تله ۳۰

د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی چې منځني ختیځ ته به یوه بله الوتکه وړونکې بېړۍ او هوايي دفاعي سیستم واستوي.

د امريکا دفاع وزير لويد آسټن وويل، دا پرېکړه يې له ولسمشر جوبایډن سره د ايران او د هغه د پلويانو له لوري د تاوتريخوالي د زياتېدو په اړه له تفصيلي خبرو وروسته کړې ده.

دا د امریکا دریمه جنګي بیړۍ ده چې په منځني ختیځ کې د حماس له لوري پر اسراییل تر برید وروسته استول کیږي.

د امریکا پوځ دا هم ویلي چې خپل ځواکونه يې په منځني ختیځ کې د احتمالي ځای پرځای کولو لپاره چمتو کړي.

د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه چې نوي ګامونه به د سیمه ییزې مبارزې هڅې پیاوړې کړي او په سیمه کې به د امریکايي ځواکونو اړتیا ته پام وکړي. لويډ آسټن دا هم زياته کړه چې دغه ګامونه به يې له اسرایيل څخه په دفاع کې مرسته وکړي.

په تېرو څو ورځو کې په سوریه او عراق کې د امریکا پر پوځي اډو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو