د پوتین استازي د اسراییل او حماس تر منځ د شخړې هواري لپاره د خبرو اترو غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۲ تله ۳۰

د منځني ختیځ له پاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي د اسراییل او حماس تر منځ د شخړې هواري لپاره د ګډو ګامونو په اړه د خبرو اترو د سملاسي پیل غوښتنه وکړه.

میخایل بوګدانوف وویل، دا اقدام په تېر کې هم د روسیې، امریکا، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو په څلور اړخیزه منځګړتوب ترسره شوی و

د منځني ختیځ له پاره د روسیې استازي د شنبې په ورځ د (تلې ۲۹مه) په قاهره کې د سولې په سرمشریزه کې وویل چې د سیمې د هېوادونو په فعال رول سره د منځګړیتوب د یوه ګډ میکانیزم جوړول د اجنډا په سر کې دي.

ښاغلي بوګدانوف د سعودي او ایران د اړیکو په عادي کولو کې د منځګړیتوب رول ته په اشارې سره، په عربي ټلواله کې د سوریې د شاملېدو او د سوریې او ترکیې تر منځ د اړیکو د ښه کیدو رول ته په اشارې سره وویل، "مثبتې غوښتنې" په دې وروستیو کې په منځني ختیځ کې د حالت د پراختیا په برخه کې اغېزمنې تمامې شوې.

د ولسمشر پوتین استازي په ټینګار سره وویل: «کله چې د سیمې هېوادونه مسایل په خپل لاس کې واخلي او تر بهرنیو فشارونو لاندې نه وي، په منځني ختیځ کې د ثبات په لاره کې به ډېرې لاسته راوړنې ولري.»

نوموړي وویل:«ښکاره خبره ده چې د فلسطین د ستونزې د حل له پاره په تسکین ورکولو، مادي هڅونو او د اقتصادي سولې په فکرونو سره سوله ناشونې ده.»

دغه جګپوړي روسي ډیپلوماټ له حماس او اسراییل غوښتنه کړېڅو له تاوتریخوالي لاس واخلي.

همدارنګه نوموړي وویل:«د فلسطین ځمکه تر سینه لاندې کول او هلته د استوګنې ښارګوټي جوړول، او همدارنګه د بیت المقدس د مقدساتو حیثیت ته زیان رسولو او د یو اړخیزو ګامونو مخه باید ونیول شي.»

نوموړی وایي، د کړکیچ د کمولو لپاره روسیه جدي هڅې کوي.

د قاهرې د سولې غونډه د شنبې په ورځ (تلې ۲۹مه) د مصر په پلازمېنه قاهره کې د دغه هيواد د ولسمشر په نوښت جوړه شوه. په دغه غونډه کي د فلسطین او اسراییل کړکیچ ته د حل لارې موندلو په موخه د عربي هیوادونو یو شمیر مشرانو او لوړ پوړو ډیپلوماټانو په کې ګډون کړی وو.

نور خبرونه

رادیو