رویټرز د غزې د اوسېدونکو په حواله ویلي، چې د اسراییل پوځ یو ځل بیا خلکو ته خبرداری ورکړی چې له شمالي غزې ووځي.
په بیان کې ویل شوي: "هر هغه څوک چې د غزې له شمالي سیمو جنوب ته نه ځي، کېدای شي د یوه ترهګریز سازمان د ملګري په توګه وپېژندل شي."
رویټرز راپور ورکړی، چې فلسطینیانو د شنبې په ورځ هغه خبرتیا ترلاسه کړه چې د اسراییلي پوځ نوم او نښان لري.
په بیان کې راغلي دي: «د غزې اوسیدونکو ته بېړنی خبرداری! د غزې په شمالي برخه کې ستاسو شتون ستاسو ژوند په خطر کې اچوي. هر هغه څوک چې د غزې د تړانګې لویدیځې برخې ته د شمالي غزې څخه د نه وتلو پریکړه کوي، احتمال لري د یو ترهګریز سازمان د ملګري په توګه وپېژندل شي."
د اسراییل پوځ په ځواب کې په یوه بیان کې وویل چې "دوی هېڅ اراده نه لري چې هغه کسان وپېژندل شي چې د یوې ترهګرې ډلې په توګه له دغې سیمې نه وځي".
دغه سازمان زیاته کړه: "د ملکي تلفاتو د کمولو په خاطر د اسراییل پوځ د غزې د تړانګې د شمالي سیمو اوسیدونکو ته د غزې د تړانګې جنوبي برخې ته د تګ غوښتنه وکړه."
اسراییل تر دې مخکې له فلسطینیانو غوښتي وو، چې جنوب ته ولاړ شي؛ خو هلته یو شمېر خلکو له دې کار ډډه کړې ده.
دوی اندېښمن دي چې که دوی له دې ځایه ووځي نو هېڅکله به خپلو کورونو ته بېرته ستانه نه شي.
دوی دا هم وايي؛ په داسې حال کې چې د اسراییل هوايي بریدونه روان دي، جنوب ته تګ ډېر خطرناک دی او وايي چې جنوبي سیمې هم له دې بریدونو خوندي نه دي. ځینو ویلي چې هلته یې خپل خپلوان له لاسه ورکړي دي.
اسراییل وايي، د حماس د تاسیساتو او شبکو د له منځه وړلو لپاره له شمالي غزې څخه وتل مهم دي؛ خو ځینو سازمانونو ویلي، چې دغه جبري مهاجرت د نړۍوالو قوانینو خلاف دی.