فلسطيني چارواکي وايي، اسرایيل په غزه کې څه باندې ۴زره کاریګر نيولي دي

AP ۱۴۰۲ تله ۳۰

فلسطیني چارواکو ویلي، اسراییل په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې څه باندې ۴زره کسان نیولي او په پوځي اډو کې یې ساتي.

دغو چارواکو ویلي چې، دغه شمېر نیول شوي کسان ټول کاریګر دي.

د اسراییل او حماس تر منځ تر شخړو وړاندې شاوخوا ۵زره او ۲۰۰ فلسطینیان د اسراییل په بندخونو کې بندیان وو او له دوو اونیو جګړو وروسته دغه شمېر لسو زرو ته رسېدلې دی.

فلسطیني چارواکي وايي، په غزه او قدس کې د اسراییل پوځیانو په شپنیو عملیاتو کې د ۴زره کاریګرو تر څنګ ۱۰۷۰ نور فلسطینیان هم نیول شوي.

د فلسطین په رام الله ښار کې مېشت د ادامیر بندیانو د حقونو د ډلې مشر الجزیرې ته وویل: «په غزه کې ډیری خلک د سده ټیمن په نوم پوځي اډه کې ساتل کیږي.»

ویل کیږي چې په سلګونه نور کسان رام الله او ختیځ قدس ته نېږدې په اناتوت پوځي اډه کې ساتل کیږي.

له دې سره، شاوخوا شپږ زره فلسطینیان بیا د اسراییل په بندخونو کې بندیان دي.

فلسطیني وکیلان او چارواکي له بندیانو سره د ناوړه چلند او د سختو شرایطو په اړه اندیښمن دي.

د فلسطین د بندیانو د چارو د کمیسیون مشر د بندیانو حالت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، هر هغه کس چې نیول کیږي، ځورول کیږي.

دغه فلسطيني چارواکي وايي چې «د ډېرو بنديانو لاسونه او پښې مات شوي، سپکاوي او ښکنځلې ورته کیږي، د دوی لاسونه تر شا تړلي او تر هغه بریده ځورول کیږي چې سخت دردونه ورته ورسیږي.»

یوه فلسطیني حقوقي ډله هم وايي چې اسراییل فلسطیني بندیانو ته د روغتیایي آسانتیاوو د لاسرسي مخه هم نیولې ده.

دغې ډلې ویلي، «دوی (اسراییل) د بندخونې کلینیکونه تړلي او د بندیانو په منځ کې د سرطان ځینې ناروغان چې اوږدمهالې درملنې ته اړتیا لري، له بند څخه بهر روغتونونو او کلینیکونو ته د تګ اجازه نه لري.»

نور خبرونه

رادیو