د قبرس پولیسو ویلي، چې د د دغه هېواد پلازمینه نیکوزیا کې د اسراییل سفارت ته نږدې یوه نسبتاً کوچنۍ چاودنه شوې. تر اوسه په دې پېښه کې د ځاني او مالي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.
د قبرس دولتي راډیو راپور ورکړ چې پولیسو د پیښې سیمه کې څلور سوریایي ځوانان نیولي دي.
د قبرس پولیسو د شنبې په ورځ -د تلې په ۲۹مه- رویټرز ته وویل، چې یو فلزي شی چې د اورلګیدنې لږ مقدار مواد پکې شامل وو له سفارت څخه شاوخوا ۳۰ متره لېې، د نیکوزیا په ګڼه ګوڼه سیمه کې وچاودید.
يوې امنيتي سرچينې وويل، چې د پېښې سیمه کې څلور ځوانان چې عمرونه يې د ١٧ او ٢١ کلونو ترمنځ وو، د پوليسو له خوا پوښتل شوي دي. پولیسو د دې نیول شویو ځوانانو په موټر کې دوه چاکوان او یو چټک وموندل.
د حماس او اسراییل تر منځ له نښتو وروسته د قبرس په بېلابېلو برخو کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي.
دغه هېواد د اسراییل د سفارت شاوخوا کې امنیتي کړۍ تاو کړې او ملکي لارې یې تړلې دي.