رفح لاره د شنبې په ورځ «د تلې په ۲۹مه» د ملګرو ملتونو او بېلابېلو هېوادونو له خوا له څو ورځو دیپلوماسۍ وروسته پرانیستل شوه.
اسراییل تر اوسه د اړینو مرستو شلو لاریو ته غزې ته د ننوتلو اجازه ورکړې ده.
دغو لاریو کې درمل، طبي تجهیزات او محدود مقدار خوراکي توکي بار دي.
په انځورونو کې لیدل کېږي چې له مصر څخه غزې ته مرستندویه لارۍ د ننوتو په حال کې دي.
دا معلومه نه ده چې دا لار به تر څه وخته خلاصه وي.
مرستندویه کارکونکي وايي، ۲۰ مرستندویه لارۍ د هغو ۲،۳ میلیونو فلسطینیانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي، چې په غزه کې کلابند دي.
د نړیوالو اژانسونو د راپورونو له مخې، په دې ګڼ مېشته سیمه کې بشرپاله وضعیت ترینګلی دی او مرستندویه سازمانونو په سیمه کې د طبي تجهیزاتو د کمښت د«ناورین» خبرداری ورکړی.
ملګرو ملتونو په غزه کې د څښاک د اوبو او خوراکي توکو نشتوالی «ویروونکی» بللی دی.
په تېرو دوو اوونیو کې د اسراییل د بمبار له امله روغتیایي تاسیسات، د اوبو څاګانې، ذخیرې او پمپ سټیشنونه زیانمن شوي دي.
ملګرو ملتونو او ګاونډیو هېوادونو د رفح لارې د خلاصولو لپاره ډېرې هڅې وکړې.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د جمعې په ورځ د مصر له پولې لیدنه وکړه ترڅو د پولې د خلاصولو لپاره ډیپلوماسي له نژدې وهڅوي. مصر او قطر هم د دې لارې په پرانیستلو کې مهم رول لوبولی دی.