د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ویلي، مصریان د سینا ټاپو وزمې ته د فلسطینیانو د جبري ځای پر ځای کېدو مخالف دي او هر ډول اقدام به دغه سیمه د اسراییل پر ضد د بریدونو په مرکز بدله کړي.
اردن هم ویلي، چې فلسطیني کډوال نه مني.
سیسي په قاهره کې د جرمني له لومړي وزیر اولاف شولتس سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، د غزې تړانګه اوسمهال د اسراییل تر کنټرول لاندې ده او فلسطینیان دې د سینا ټاپو وزمې پر ځای د اسراییل نقب دښتې ته ولېږدول شي.
د سینا ټاپو وزمې او غزې ترمنځ پوله یوازینۍ پوله ده، چې د اسراییل لهخوا نه کنټرولیږي.
د اسراييلي پوځ لهخوا پر غزې بې ساري بمبارۍ او کلابندۍ دا اندېښنه راپارولې، چې ښايي سلګونه زره د غزې اوسېدونکي د ژوند ژغورلو لپاره د سينا سویل ته کډه شي.
د اسراییل لهخوا د غزې د شمالي سیمو له اوسېدونکو څخه د وتلو له خبرداري وروسته، یو شمېر کسانو د دې غوښتنې پر وړاندې مخالفت کړی دی.
دوی اندېښنه لري، چې د تل لپاره به خپل کور او وطن له لاسه ورکړي او د فلسطیني کډوالو په نوي نسل به بدل شي.
د اېلي کوهن په ګډون یو شمېر اسراییلي سیاستوالو له اسراییل سره د غزې د ځینو برخو د یوځای کېدو شونتیا مطرح کړې ده.
د مصر ولسمشر وویل:« هغه څه چې اوس په غزه کې روان دي د غزې د اوسېدونکو د مجبورولو هڅه ده، چې مصر ته کډوال شي او دا د نه منلو وړ ده.»
سیسي زیاته کړه، چې د مصر خلک به سړکونو ته راووځي او په مېلیونونو خلک به سینا ته د غزې د اوسېدونکو د هر ډول لېږد پر ضد اعتراض وکړي.
سیسي وویل، چې مصر د پوځي حل او له فلسطین څخه په زور، د زرګونو کسانو د وتلو مخالف دی او دا کار د سیمې هېوادونو ته زیان رسوي.
مصر د سینا په شمال ختیځ کې له غزې سره خپلې پولې ته نږدې د ناامنۍ په اړه اندېښمن دی، کوم چې یوه لسیزه مخکې یې د اسلامپالو بغاوت لیدلی و.
سيسي وويل:« سينا ته د فلسطينيانو هر ډول لېږد په دې مانا دی، چې موږ د غزې له تړانګې څخه سينا ته د مقاومت مفکوره انتقالوو او له همدې امله سينا به د اسرایيل پر ضد د عملياتو د پيلولو په اډې بدله شي.»
اردن چې د اسراييل لهخوا د اشغال شوې لويديځې غاړې سيمې سره ګډه پوله لري او د اسراييل د دولت له جوړېدو وروسته يې د فلسطيني کډوالو يوه لويه برخه منلې، له خپلې خاورې څخه د فلسطينيانو د جبري کډوالۍ په اړه خبرداری ورکړی دی.
د اردن پاچا ملک عبدالله تر دې مخکې ویلي و، چې مصر او اردن به فلسطیني کډوال ونه مني.