د سلمان خان ټایګر ۳ فلم ټرېلر خپور شو

AP ۱۴۰۲ تله ۲۷

د سلمان خان ټایګر فلمونو د لړۍ دریمه برخه د روان کال د نومبر میاشتې په ۱۲مه نېټه په هند کې د دیوالي په مراسمو کې په بېلابېلو سینماګانو کې نندارې ته وړاندې کیږي.

ټایګر۳ یو اکشن فلم دی چې د منیش شرما له خوا یې لارښوونه شوې او د یش راج کمپنۍ له لوري ادیتیا چوپړا تولید کړی دی.

سلمان خان، کټرینا کیف او عمران هاشمي د یاد فلم اصلي لوبغاړي دي.

د سلمان خان دوه نور ټایګر فلمونو کې هیواد ژغوري، خو په دې فلم کې خپل کورنۍ ژغوري او عمران هاشمي په کې منفي رول لوبولی دی.

د سلمان خان مینه وال د سینما پر پرده د یاد فلم کتلو ته په بی صبرۍ انتظار دي او تمه کیږي چې دغه فلم به د دوو تیرو ټایګر فلمونو پرتله ډيرې پیسې وګټي.

د (ایک تا ټایګر) په فلم کې سلمان خان د هند لپاره د جاسوس په توګه کار کوي او کټریناکیف د پاکستان لپاره، او دواړه یو پر بل میینیږي او بلاخره د دوی هیوادونه کوښښ کوي چې دوی له منځه یوسي.

د دغه فلم لارښود کبیر خان و، چې لیدونکو یې زیات خوښ کړی و، په هغه کال یې شاوخوا ۶۲،۵۶ میلیونه ډالره ګټه وکړه.

همدارنګه په ۲۰۱۷ کال کې د کبیر خان په لارښوونې او د سلمان خان او کټرینا کیف په ادارکارۍ (ټایګر زنده هې) فلم نندارې ته وړاندې شو.

د دغه فلم کیسه هم د جاسوسۍ په اړه ده ټایګر(سلمان خان) او زویا (کټرینا کیف ) له هند څخه د باندې، د هند په غوښتنه هغه هندۍ او پاکستانۍ روغتیاپالانې ژغوري چې د داعش له لوري په روغتون کې یرغمل شوې وې.

دغه فلم په باکس آفیس کې ۸۷،۵۳ میلیونه ډالر ګټلي و.

نور خبرونه

رادیو