د قطر په منځګړیتوب روسیې یو شمېر اوکرایني ماشومان خوشې کړل

AP ۱۴۰۲ تله ۲۴

له څو میاشتو مذاکرتو وروسته د قطر هېواد نن اعلان وکړ، چې روسیې یو شمېر اوکرایني ماشومان بېرته خپلو کورونو ته ستانه کړل او دغه ماشومان به بېرته خپلو کورنیو سره یو ځای شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې نن دوشنبه (د تلې ۲۴مه) ویلي، چې دا د زرګونو هغو اوکرایني ماشومانو د ستنولو د بهیر پیل دی، چې د روسیې او اوکراین له جګړې را وروسته روسیې نیولي وو.

په بیان کې نه دي راغلي، چې تر اوسه څومره ماشومان خوشې شوي دي.

قطري رسنیو خبر ورکړی، چې د دغو ماشومانو د خلاصون مذاکرات چې د قطر په منځګړیتوب ترسره شوي، څو میاشتې وخت یې نیولی او په دغو ماشومانو کې څلور ماشومان چې عمرونه یې د ۲ او ۱۷ کلونو تر منځ وو، د یو ځانګړي تفاهم په اساس خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خپلې اعلامیې کې زیاته کړې، چې په مسکو کې د قطر سفارت به د دغو ماشومانو ساتنه کوي او تر هغه به دوی مرسته کوي، تر څو چې یاد ماشومان خپلو کورنیو ته تسلیم شي.

وروسته له هغې چې یو شمېر اوکرایني چارواکو ادعا وکړه، چې روسیې له اوکراین سره په روانه جګړه کې یو شمېر ماشومان په زوره نیولي، د جرمونو نړۍوالې محکمې د مارچ په میاشت کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو حکم ورکړ.

له دغې اعلانه یوه ورځ وروسته کرملین ماڼۍ په یوه بیان کې د جرمونو د نړۍوالې محکمې دغه پرېکړه مسخره وبلله او ویې ویل، چې روسیه دغه محکمه په رسمیت نه پېژني.

وروسته له هغې چې د روسیې له خوا پر اوکراین برید وشو، اوکرایني چارواکو په بار – بار ادعاوې وکړې، چې روسیه په خپل جګړه ییز بهیر کې ملکي وګړي په نښه کوي او یو شمېر ماشومان یې په زوره نیولي دي.

نور خبرونه

رادیو