د ټرمپ په غوښتنه محکمه کې د امریکا د فدرالي څېړنو د پخواني مشر پر ضد قضیه ثبت شوه

۴۳ دقيقې مخکې

د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې (اېف بي ای) پخواني مشر جېمز کومي په اړه د پنج‌شنبې په ورځ د دوو جنایي تورونو اړوند قضیه پیل شوه. هغه د ټرمپ ښکاره مخالف بلل کېږي او دغه ګام هغه وخت پورته شو، چې د امريکا ولسمشر د خپلو سياسي مخالفانو پر وړاندې د قانوني فشارونو لړۍ نوره هم چټکه کړه.

ټرمپ په ښکاره توګه د عدليې له وزيرې پيم بانډي وغوښتل، د کومي او نورو هغو کسانو پر ضد اقدام وکړي چې دی يې «دښمنان» ګڼي.

نور خبرونه

رادیو