د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن شنبه د (تلې ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، د غزې په تړانګه د اسراییل بریدونه، په فلسطینیانو د اوبو، برېښنا او خوراکي توکو بندول او تر یو مېلیون ډېرو فلسطینیانو ته له دغې سیمې د وتلو حکم «ستر انساني وحشت» یاد کړی دی.
په خبرپاڼه کې طالبانو له فلسطین سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او له نورې اسلامي نړۍ یې غوښتي، چې د «مظلومو» فلسطینیانو لاسنیوی دې وکړي.
په خبرپاڼې کې راغلي:« هغه هېوادونه او سازمانونه چې په نورو خپلواکه هېوادونو کې د لاسوهنو لپاره د انساني او بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د حقوقو له موضوع استفاده کوي، هغوی نن ولې د وحشت سره مخ فلسطیني ښځو، نارینهوو او ماشومانو په ښکاره حق تلفیو او مظلومیت ته چوپه خوله دي او یا هم د غاصبینو ملاتړ کوي؟»
خبرپاڼه زیاتوي:«په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د سازمان او د امنیت د شورا حیثیت او مؤثریت هم ټولې انساني ټولنې ته جوتیږي.»
خبرپاڼې د غزې تړانګې له شمالي سیمو د څه باندې ۱.۲ مېلیونه فلسطینیانو د جبري بېځایه کېدو هڅه او د فلسطیني سیمو پلان شوی الحاق یو «جنګي جنایت» بللی او ویلي یې دي، چې په دې اړه د نړۍوالو جوړښتونو غير مؤثر دريځ د اوسني نړۍوال نظم بېساري ناکامي ښيي.
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې دوی په ټوله نړۍ په ځانګړې توګه په اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاریو په سازمان غږ کوي چې د فلسطین قضيې ته ژر تر ژره رسېدنه وکړي او د اسراییل د «وحشت» او بې مهاره اقدامونو مخه دې ونیسي؛ کنه د دوی په وینا هلته د روانو حالاتو په پایله کې د هر ډول انساني ناورین مسوولیت به د ټولو په غاړه وي.