په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما د پلخمري ښار په امام زمان جومات کې د چاودنې له امله خواشیني څرګنده کړې ده.
دغه دفتر وايي، د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې کوي.
دغه پېښه د جمعې په ورځ -د تلې په ۲۱ مه- د بغلان ولايت د مرکز پلخمري ښار د دويمې ناحيې اړوند د شيعه ګانو په جومات کې شوې ده.
طالبان وايي، په دغه ځانمرګي برید کې اووه کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
ورته وخت کې له پلخمري ښار څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دې چاودنه کې د مرګ ژوبلې کچه تر هغه لوړه ده، چې طالبان یې وايي.
طالبان وايي، امنیتي او کشفي ځواکونه یې د پلټنو لپاره سیمې ته تللي دي.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه ځانمرګي برید مسوولیت نه دی منلی.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه چاودنه په کلکه غندلې او دا کار یې د اسلامي او بشري اصولو او ارزښتونو خلاف عمل بللی دی.