فلای دوبۍ له دوه کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا کابل ته الوتنې پیلوي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۰

له دوه کلن ځنډ وروسته فلای دوبۍ د کابل نړۍوال هوايي ډګر ته د الوتنو د بیا پیلولو اعلان وکړ.

دغه هوايي شرکت پر خپله ویبپاڼه لیکلي، چې دوی یو ځل بیا د روان کال د نومبر د میاشتې په ۱۵مه نېټه د کابل هوايي ډګر ته الوتنې پیلوي.

د فلای دوبۍ د هوايي شرکت په خبره، چې دا ځل به دوی د دوبۍ د هوايي ډګر له دویم ترمینل څخه کابل ته الوتنې پیل کړي.

د یاد شرکت وروستۍ سوداګریزه الوتنه له افغانستان څخه د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۴مه نېټه ترسره شوه او له هغې وروسته یې بیا افغانستان ته الوتنه ونه کړه.

وروسته له هغې چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې پر افغانستان یو ځل بیا طالبانو واک تر لاسه کړ، دغه هوايي شرکت کابل ته خپلې ټولې الوتنې وځنډولې.

د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته له افغانستانه یوازې کورني هوايي شرکتونه الوتنې لري، وروسته له دوو کلونو به فلای دوبۍ لومړنی هوايي شرکت وي، چې الوتکې به یې د کابل نړۍوال هوايي ډګر پر ځمکه کېني.

نور خبرونه

رادیو