جنوبي کوریا د هرات له زلزله ځپلو سره د یوه میلیون ډالرو مرسته کوي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۰

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ۲۰مه) اعلان وکړ، چې د هرات له زلزله ځپلو سره د یوه میلیون ډالرو مرسته کوي.

دغه وزارت په یوې بیانیه کې ویلي، چې دغه بېړنۍ مرستې به د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر له لارې واستول شي.

دا بودیجه به د زلزله ځپلو وضعیت ته د رسېدنې او د ځپل شویو سیمو په بیارغونه کې مرسته وکړي.

د سره صليب او سرې مياشتې د نړۍوال فدراسيون د معلوماتو له مخې؛ د شنبې په ورځ (د تلې په ۱۵مه)د رېښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې له امله لږ تر لږه ٢٤٤٥ تنه وژل شوي او تر ٩٠٠٠ زيات ټپيان شوي دي.

په تېره يوه اونۍ کې څو ځلې زلزلې د افغانستان لویديځ په تېره بيا هرات ولړزاوه.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د هرات زلزلې لږ تر لږه ۱۷ زره کسان زیانمن کړي دي.

مرستندويه سازمانونو له دې زلزله ځپلو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.

بشرپالو مرستندویه سازمانونو خبرداری ورکړی، چې د ژمي په رارسېدو او د بشري ناورین له امله، چې افغانستان په کې ډوب دی؛ د شته ستونزو له امله د زیانمنو شویو وګړو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول له سترو ننګونو څخه دي.

نور خبرونه

رادیو