د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې د فلسطین خلکو ته د بشري مرستو د ځنډولو سره مخالفت وکړ

AP ۱۴۰۲ تله ۱۸

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې د سې شنبې په ورځ وویل، چې فلسطین ته د بشري مرستو بندول «په بشپړه توګه غلطه» ده.

انالنا بربوک وویل: «په فلسطین کې د ماشومانو په ګډون په میلیونونه خلک د خوړو، اوبو او درملو لپاره زموږ مرستو ته په تمه دي».

د الجزیرې خبري شبکې د سې شنبې په ورځ (د تلې په ۱۸) راپور ورکړ، چې مېرمن بربوک دغه څرګندونې په عمان کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو تر غونډې مخکې وکړې.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول جوزپ بورل د سې شنبې په سهار اعلان وکړ، چې هغه د اسراییلو او فلسطین د بهرنیو چارو وزیرانو ته بلنه ورکړې، چې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر له فلسطین سره د بشري مرستو دوام حیاتي بللی دی.

نوموړې دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د اروپايي ټولنې کمېشنر الیور ورهلي د دوشنبې په ورځ (د تلې په ۱۷مه) وویل، له فلسطین سره د اروپايي ټولنې مرستې به بندې شي.

نور خبرونه

رادیو