روسي چارواکی: اوکراین د روسیې پر یوه کلي د کلسټر یا وږیزو بمونو برید کړی

AP ۱۴۰۲ تله ۱۲

د روسیې د بریانسک سیمې والي ویلي، اوکرایني ځواکونو د سه شنبې په ورځ له اوکراین سره پولې ته څېرمه پر یوه کلي کلسټر بمونه غورځولي چې ګڼ کورونه یې زیانمن کړي دي.

ويل کېږي، چې په دې پېښه کې چاته ځاني زيان نه‌دى اوښتى.

په بریانسک او نورو سیمو کې چې له اوکراین سره پر پوله پرتې دي، روسي چارواکو په وار، وار پر کییف د بریدونو تور لګولی دی.

اوکراین د جون په میاشت کې له متحده ایالاتو څخه کلسټر یا وږیز مهمات ترلاسه کړل؛ خو ژمنه یې وکړه چې له دغو بمونو به د روسیې په خاوره کې د بریدونو لپاره کار نه اخلي.

له دې سره، د دغو مهماتو لېږد د ځینو هېوادونو او د بشري حقونو ډلو د استازو له‌خوا "یوه ناوړه تېروتنه" وبلل شوه.

د کلسټر بمونو کارول په څه باندې سلو هېوادونو کې منع دي، ځکه د ولسي خلکو ژوند ته ګواښ پېښوي.

دغه بمونه ان څو لسیزې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ کولای شي.

روسیه هم په اوکراین کې په پراخه کچه کلسټر یا وږیز بمونه کاروي.

نور خبرونه

رادیو