د سوریې دفاع وزیر مرحف ابو قصرا او د امریکا له ملاتړه د برخمنو ډیموکراتیکو ځواکونو مشر جنرال مظلوم عبدي د سې شنبې په ورځ ددغه هېواد په شمال او شمال ختیځ کې اوربند اعلان کړ. د سوریې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا اوربند سملاسي نافذ دی.
وروستیو نښتو د دواړو لوریو تر منځ د هغه تاریخي تړون پر راتلونکې سیوری غوړولی، چې د مارچ په میاشت کې د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو او د سوریې د نوي حکومت تر منځ لاسلیک شوی و.
د دغه تړون موخه دا وه، چې د ۱۴ کلنې کورنۍ جګړې له امله ټوټه شوې سوریه بېرته سره پیوند شي او د کردانو په مشرۍ ځواکونه چې د هېواد شاوخوا یوه پر څلور برخه خاوره په واک کې لري، د دمشق له حکومت سره مدغم شي.
په یوه جلا پرمختګ کې، د سوریې ولسمشر احمد الشرع د سې شنبې په ورځ په دمشق کې د امریکا د ځانګړي استازي توماس بارک او د مرکزي قوماندانۍ مشر امیرالبحر براد کوپر سره ولیدل.
د سوریې د ولسمشرۍ دفتر وویل، چې په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني، د دفاع وزیر ابو قصرا او د استخباراتو مشر حسین السلامه هم ګډون درلود.
خبرې اترې د سوریې د وروستیو حالاتو، د سیاسي بهیر د ملاتړ او د امنیت او ثبات د پیاوړتیا پر هڅو متمرکزې وې.