د ترکیې پوځ د عراق په شمال کې د کردي وسله‌والو پر پټنځایونو د نوي برید خبر ورکړ

AP ۱۴۰۲ تله ۱۲

د ترکیې دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې، د عراق په شمال کې یې د هوایي عملیاتو په ترڅ کې د کردي وسله‌والو ۱۶ پټنځایونه له منځه وړي.

په انقره کې د کردستان د کارګر ګوند له ځانمرګي برید وروسته دا دویم ځل دی، چې د ترکیې پوځ د دغې ډلې پر پټنځایونو بریدونه کوي.

د ترکیې دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ (د تلې ۱۱مه) په اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د عراق په شمال کې د ګارا، هاکورک، قندیل، اسوس او متینه په سیمو باندې د ترکیې د پوځ د هوايي بریدونو خبر ورکړ.

په انقره کې د یکشنبې په ورځ (د تلې ۹مه) د «کردستان د کارګر ګوند» د غړو له‌خوا له ځانمرګي برید وروسته، د ترکیې پوځ د عراق په شمال کې هوايي عملیات پیل کړل او اعلان یې وکړ، چې د کرد وسله‌والو تر شلو زیات پټنځایونه یې له منځه وړي دي.

تر هغه وروسته یې د دغه هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د «ترهګرۍ ضد» عملیات پیل کړل او تر ۹۰ ډېر کسان یې نیولي دي.

کردي وسله‌وال له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د ترکیې له حکومت سره د یوه خپلواک هېواد لپاره جنګېدلي دي.

ابراهیم اکین چې د شنه کېڼ ګوند ویاند دی په پارلماني غونډه کې وویل، چې د کردانو د خلق ډیموکراټیک ګوند څو تنه غړي چې د شنه کیڼ ګوند تر عنوان لاندې یې په عمومي ټاکنو کې برخه اخیستې وه، په نیول شویو کسانو کې دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یکشنبې په ورځ وویل چې، ترکیه به د وروستي ترهګر تر وژلو پورې به خپلې مبارزې ته همداراز دوام ورکوي.

دا په دې مانا ده، چې په عراق کې د کردستان د کارګر ګوند پر ضد به پوځي بریدونه او په ترکیه کې دننه پر کردانو سیاسي فشارونه ښايي د څه مودې لپاره دوام ومومي.

نور خبرونه

رادیو