دایران مذهبي مشر: له اسراییلو سره د اړیکو نورمالول په بایلونکي اس شرط وهل دي

AP ۱۴۰۲ تله ۱۱

د ایران د اسلامي جمهوریت مذهبي مشر ویلي، هغه اسلامي هېوادونه چې له اسراییلو سره د اړیکو د عادي کولو په لټه کې دي په بایلونکي اس باندې شرط لګوي.

علي خامنه يي خبرداری ورکړ، چې د سیمې هغه هېوادونه چې«له اسراییلو سره د اړیکو د عادي کولو قمار وهي»،زیان به وکړي.

خامنه يي له ایراني چارواکو او د اسلامي وحدت د کنفرانس له مېلمنو سره په کتنه کې امریکا د جګړې په دوام او د هېوادونو په چارو کې په لاسوهنې تورنه کړه او ویې ویل، چې په سیمه کې ټولې جګړې بهرني لاملونه لري.

همداراز د ایران د اسلامي جمهوریت مشر وویل، «موږ په کراتو ویلي چې موږ څوک جګړې او پوځي اقدام ته نه هڅوو او ور څخه ډډه هم کوو».

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ علي خامنه یي په دې غونډه کې وویل، چې امریکا د سیمې هېوادونه ته له سیاسي او اقتصادي پلوه ضربه رسوي او د سوریې تېل «غلا» کوي.

دایران د اسلامی جمهوریت مشر همداشان وویل: «امریکا په خپلو پوځي اډو کې له داعش څخه ساتنه او پالنه کوي ترڅو د اړتیا په وخت کې یې یو ځل بیا میدان ته راوباسي او د هېوادونو په چاروکې لاسوهنه وکړي».

هغه ټینګار وکړ؛ که ايران، عراق، سوريه، لبنان، سعودي عربستان، مصر، اردن او د فارس خليج هېوادونه متحد شي او په اساسي او عمومي مسايلو کې يو واحد سياست غوره کړي، زورور قوتونه د هغوي په کورنيو چارو او بهرني سياست کې لاسوهنه نه شي کولی.

علي خامنه يي له اسراییلو سره د اسلامي هېوادونو د اړیکو عادي کول «قمار» بللی او ویلي یې دي، چې د «ایران اسلامي جمهوریت قطعي نظر» دا دی؛ هغه دولتونه چې له اسراییلو سره د اړیکو د عادي کولو قمار وهي، زیان به وویني.

هغه ټینګار وکړ، چې اسرایل «تلونکی دی» او هغه حکومتونه چې له دې هېواد سره د اړیکو د عادي کولو په لټه کې دي «په بایلونکي اس باندې شرط تړي.»

په داسې حال کې چې ښاغلي خامنه يي د اسلامي هېوادونو او اسراییلو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو په اړه خبرداری ورکړی، چې امریکا د اسراییلو او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره منځګړیتوب کوي.

همداشان اسراییلو په دې وروستیو کې په رسمي توګه د بحرین په پلازمینه منامه کې خپل سفارت پرانیست. همدا راز مراکش، متحده عربي اماراتو او سوډان هم له اسراییلو سره خپلې اړیکې عادي کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران اسلامي جمهوریت په عراق، سوریې، لبنان او یمن کې د خپل ملاتړ لاندې شبکې او ځواکونو په استعمالولو تورن دی او په منځني ختیځ کې د ناکراریو یو له عاملونو څخه ګڼل کیږی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پټېل ​​د سرطان په میاشت کې وویل؛ واشنګټن به د ډېپلوماټیک فشار، له متحدینو او شریکانو سره د نېږدې همغږۍ او په سیمه کې د کړکېچ د کمولو له لارې د ایران د «بې ثباته کوونکي چلند» په محدودولو تمرکز وکړي.

نور خبرونه

رادیو