د ارمنستان پارلمان د سې شنبې په ورځ (د تلې په ۱۱مه)د جرمنو د نړۍوالې محکمې د اساسنامې ديوان په غوڅ اکثريت تصويب کړ.
د ارمنستان د پارلمان د مرستيال هاکوب ارشاکيان اعلان وکړ، چې د دغې اساسنامې تصويب د روسيې د جمهور رييس ولاديمير پوتين پرخلاف د اقدام په معنا نه دی.
د جرمونو د نړۍوالې محکمې قاضيانو د۱۴۰۱ لمريز هجري کال د کب په مياشت کې د روسيې د جمهور رييس ولاديمير پوتين او د ماشومانو د حقونو په چارو کې د دغه هېواد د کمېشنر د نيولو حکم، په نا قانونه توګه د اوکرايني ماشومانو د ويستلو له امله صادر کړی وو.
روسيې، د ارمنستان د پارلمان له پرېکړې سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.
تاس خبري اژانس د سې شنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د کرملين وياند ديمتري پسکوف د ارمنستان په پارلمان کې د جرمونو د نړۍوالې محکمې د اساسنامې منل کېدل يو« ناسم» ګام بللی دی.
د رويټر د راپور له مخې؛ د ارمنستان د پارلمان په نننۍ رایه اچونه کې د جرمونو د نړۍوالې محکمې د اساسنامې د تصويبولو لپاره ۶۰ استازو مثبتې او ۲۲ استازو مخالفې رایې کارولي دي.
۱۲ استازو په دغه رایه اچونه کې ګډون نه دی کړی.
ويل شوي دي، چې د دغې اساسنامې د تصويبولو لپاره د ارمنستان په پارلمان کې ۵۴ رايې لازمي وې.
د نړۍوالو حقونو په چارو کې د ارمنستان استازي يقيشه کيراکوسيان د اذربايجان وروستيو اقداماتو ته په پام سره د دغې اساسنامې تصويبول يو مثبت ګام بللی دی.
هغه ويلي دي، چې دغه اقدام تر يوه حده دا تضمينوي چې د ارمنستان په قلمرو کې هر تر سره شوی جدي جنايت به د جرمونو د نړۍوالې محکمې په صلاحيت کې تر غور لاندې ونيول شي او په هغو کسانو به چې د جنايت د ترسره کولو اراده لري، لږ تر لږه ويرونکی اغېز ولري.