د امریکا د مرکزي قوماندانۍ «سنټکام» ځواکونو ویلي، چې د اکټوبر پر دویمه نېټه یې په سوریه کې یو دقیق هوايي برید ترسره کړی، چې په پایله کې یې د القاعده ډلې اړوند یو لوړپوړی ترهګریز پلان جوړوونکی وژلی دی.
د سنټکام په اعلامیه کې ویل شوي، چې وژل شوی کس محمد عبدالوهاب الاحمد نومېږي، چې د القاعده له اړوندې ډلې «انصارالاسلام» سره یې تړاو درلود.
د سنټکام قوماندان اډمیرل براډ کوپر ویلي: «په منځني ختیځ کې مېشت امریکایي ځواکونه لا هم چمتو دي چې د ترهګرو د هر ډول پلان، تنظیم او برید هڅې ګډوډې کړي. موږ به د خپل هېواد، پوځیانو، متحدینو او سیمهییزو شریکانو دفاع ته دوام ورکړو.»
د امریکا پوځ وايي، چې دغه عملیات د سیمهییز امنیت د ټینګښت او د نړۍوال ترورېزم د مخنیوي په موخه ترسره شوي دي.
سنټکام زیاتوي، چې د دغه برید پر مهال ملکي وګړو ته د زیان رسېدو راپور نه دی ورکړل شوی، خو د پېښې ارزونه روانه ده.