د عراق په شمال کې د مسیحیانو ټولنې مشرانو حکومتي څیړنې ردې کړې او د یوه نړۍوال کمیسیون غوښتنه یې وکړه، چې د واده په یوه تالار کې د اور لګېدنې پېښه وڅېړي.
دوی دا خبره رد کړه، چې ګواکې دغه پېښه چې ۱۱۳ کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې؛ قصدي نه وه.
د عراق د حکومت څېړنیزې ډلې د یکشنبې په ورځ د خپلو څېړنو پایلې خپرې کړې، چې له مخې یې "ډېره بې پروايي او د خوندیتوب د تدابیرو نشتوالی" د تلې په پنځمه نېټه د ودونو په تالار کې دغه غمجنه پېښه رامنځته کړې ده.
دا واده د دوو عراقي مسیحي کورنیو و.
د اسوشېیتد پرېس په وینا، یوه عراقي کشیش ویلي چې پراخ اداري فساد او د اسلامپالو وسلهوالو ډلو نفوذ په دې پېښه کې رول لوبولی دی.
په قره قوش ښار کې یوه عیسوي کشیش پټروس شېټو ویلي چې، د کورنۍ پنځه غړي یې په دې اور لګېدنه کې مړه شوي دي.
نوموړي د شواهدو له وړاندې کولو پرته ادعا وکړه، چې دا پېښه قصدي شوې ده.
شېټو اسوشېیټیډ پرېس ته وویل: "موږ دا نظریه ردوو، چې اور تصادفي و."
"موږ ډاډه یو، چې دا قصدي وه او موږ د علت د معلومولو په اړه نړۍواله څېړنه غواړو."
د موصل د کاتولیکې کلیسا مشر بنېډېکټس هانون هم غوښتنه کړې، چې د یوه نړۍوال پلاوي تر څارنې لاندې دې څېړنې وشي، ځکه د ده په وینا عراقي مسیحیان د دې پېښې په اړه د حکومت څېړنې نه مني.
د عراق د کورنیو چارو وزیر عبدالامیر الشمري د یکشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د څېړنو د پایلو د اعلانولو په ترڅ کې وویل چې، د سالون خاوند ۹۰۰ کسانو ته د ننوتو اجازه ورکړې وه، په داسې حال کې چې سالون د ۴۰۰ کسانو لپاره جوړ شوی و.
الشمري وویل، "د اور لګېدونکو سینګارونو کارول په چټکۍ سره د اور په خپرېدو کې مرسته وکړه او د واده تالار یې د اور په توپ بدل کړ."
په تېرو شلو کلونو کې د عیسویانو یوه لویه برخه له عراقه وتلې ده.
په عراق کې د مسیحیانو اوسنی نفوس شاوخوا ۱۵۰ زره تنه دی.
دا نفوس په ۱۳۸۲ کال کې د صدام حسین د حکومت د نسکورېدو پرمهال ۱،۵ میلیونه کسانو ته رسېده.