په امریکا کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ترمنځ په ټوپک وژنې او ځان وژنې پام وړ ډېرې شوې

AP ۱۴۰۲ تله ۱۱

په متحده ایالاتو کې د ناروغیو د مهار او مخنیوي مرکز شمېرې ښیي، چې په تېرو دوو کلونو کې په امریکایي ماشومانو او تنکیو ځوانانو کې د ټوپک پر مټ وژنې او ځان وژنې په بې ساري ډول زیاتې شوې دي.

په تېرو نهو میاشتو کې په امریکا کې تر ۱۳۰۰ زیات ماشومان او تنکي ځوانان د ټوپک په ډزو وژل شوي دي.

د سي‌اېن‌اېن د راپور له مخې، ټوپک اوس‌مهال په متحده ایالاتو کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لومړنی وژونکی دی او ډېری د مرګ پېښې له همدغه ټوپکه دي؛ خو په ۲۰۲۰ کې د موټرو د ټکر پېښې د تنکیو ځوانانو او ځوانانو د مړینې اصلي لامل و.

په متحده ایالاتو کې د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکز شمېرې ښیې، چې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۱ ترمنځ د امریکایي ماشومانو او لویانو ترمنځ د وسلو له امله د مړینې شمېر شاوخوا ۵۰٪ ډېر شوی.

سي‌اېن‌اېن د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې په امریکا کې ټول ماشومان او تنکي ځوانان د ټوپک له ګواښ سره په يو ډول نه دي مخ؛ بلکې یوازې تورپوستي ماشومان او تنکي ځوانان د نورو نسلونو پرتله د وسلو اړوند پېښو کې ډېر مري.

د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د شمېرو پر بنسټ، په ۲۰۲۱ کې، په هرو ۱۰۰ زرو تورپوستو ماشومانو کې ۱۷ هغه یې په ټوپک مړه شوي؛ خو د سپین پوستو ماشومانو د مړينې شمېر په ۱۰۰ زرو کې یو تن و.

دغه مرکز وايي، چې له ۲۰۲۰ کال وروسته د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د مړینې لوی لامل ټوپک دی.

همدارنګه د ټوپک پر مټ د ماشومانو مړينې په ۲۰۲۱ کې ۱۹ سلنه د نورو مرګونو تر څنګ رامنځته شوې دي.

نور خبرونه

رادیو