لومونډ ورځپاڼه: په درملنه کې د چرسو په اړه طبي څېړنې پیلیږي

AP ۱۴۰۲ تله ۱۱

د فرانسې د لومونډ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د بنګو بوټي د درملنې د یوې مادې په توګه اوس تر څېړنو لاندې نیول کېږي.

د دغه راپور له مخې، دغه نبات له لرغونې زمانې څخه تر نولسمې پېړۍ پورې په څو براعظمونو کې د يوه اړین طبي بوټي په توګه کارول کېده.

دغه نبات د پخوانیو وختونو راهیسې د درملنې په توګه په لودیځې اروپا کې یو له پېژندل شویو بوټو څخه و.

خو په عصري وختونو کې د قانوني مسلو او د مخدره توکو کارولو پورې اړوند ستونزو له امله، د دغه نبات کارول سخت محدود شوي دي.

مصریانو دا د سترګو د فشار کمولو یا د ښځو د ناروغیو په وخت کې د سوي کمولو لپاره کاروه او یونانیانو دا د غوږ انتاناتو د درملنې لپاره د اغېزمنو درملو په توګه ترې کار اخیسته.

پر هغه مهال چینايي طبیبانو هم د بنګو نبات د درد ضد او بې هوښۍ درملو په توګه او هندي طبیبانو د اضطراب او د مرۍ د درملنې لپاره کاروه.

دغه نبات د وخت په تېرېدو د نبات پوهانو پام ځانته اړولی؛ خو په ځانګړې توګه په لویدیځه اروپا کې يې په ۱۹ مه پېړۍ کې د پوهانو پاملرنه ځان ته را اړولې ده.

قنب(بنګ) بوټی په مصر کې د ناپلیون د کمپاین پرمهال بیا کشف شو او په هند او شمالي افریقا کې د استعمار له‌خوا معرفي شو او د طبي څېړنې موضوع وګرځېده.

د دغه نبات طبي کارول د ۱۹مې پېړۍ په پای کې د درد په وړاندې د ډېرو اغېزمنو اپیایډونو لپاره د ډاکټرانو غوره توب او په ځانګړې توګه بازار ته د اسپرین معرفي کولو له امله پرېښودل شو او د هېروینو تر څنګ په ۱۹۶۱ کال کې د نشه‌يي توکو په لېست کې ثبت شو.

خو په دې برخه کې د څېړنې پرمختګ سره، د نويو او ډېرو اسانتیاوو سره د لرغونې درملو په توګه د بنګ بوټي کارولو ته د بېرته راستنېدو امکان راپورته کېږي.

خو په بېلابېلو برخو کې د هېمپ نبات (بنګ) د درملنې اغېزو کره ارزونه لکه د سوي کمول، د درد کمول او د عصبي ستونزو لکه اضطراب او مېګرېن سره مرسته کول لاهم ډېرو مطالعاتو ته اړتیا لري.

نور خبرونه

رادیو