وارسا او کییف د اوکراین د غلو-دانو د لېږد په اړه موافقې ته ورسېدل

AP ۱۴۰۲ تله ۱۱

پولنډ او اوکراین اعلان وکړ، چې دوی نورو هېوادونو ته د اوکراین د غلو-دانو د لېږد د چټکتیا په اړه موافقې ته رسېدلي دي.

د سپټمبر په نیمایي کې د اوکراین د غلو-دانو په واردولو باندې د پولنډ له بندیز وروسته دا لومړی ځل دی، چې دواړه هېوادونه د اوکراین د غلو د لېږد په اړه موافقه کوي.

پولنډ د غلو، بورې، غوښې، میوو او سبزیجاتو، شیدو، چرګانو هګیو او نورو اوکرایني خوراکي توکو پر وارداتو بندیز لګولی و.

د فرانسې ۲۴ خبري ټلویزیون د سې شنبې په ورځ (د میزان ۱۱مه) راپور ورکړی، چې د پولنډ د کرنې وزیر رابرټ تلوس د انلاین درې اړخیزې غونډې وروسته رسنیو ته وویل: "موږ پر یوې مهمې مسالې موافقې ته رسیدلي یو".

پر اوکراین د روسیې له برید وروسته د اوکراین کرنیز محصولات د پخوا په څېر د تور سمندرګي له لارې نه صادرېږي.

پرځای یې د اوکراین غله د ځمکې له لارې اروپایی هېوادونو لکه؛ پولنډ او هنګري ته لېږدول کیږي، له هغه ځایه نورو هېوادونو ته صادریږي.

د دغو دواړو هېوادونو چارواکو ویلي، چې دغه مساله د وارداتي محصولاتو د لوړوالي او د بیو د ټیټوالي له امله کورنیو تولیدونکو ته ستونزې را ولاړې کړې دي.

د ختیځې اروپا یو شمیر هېوادونو د مارچ په میاشت کې د اروپایي اتحادیې کمېسیون ته په یوه لیک کې لیکلي وو، چې د غلو، غوړیو، هګیو، چرګانو او بورې په څېر د محصولاتو واردات لوړې کچې ته رسېدلي دي.

دوی له اروپايي ټولنې وغوښتل، چې د اوکراین د کرنیزو محصولاتو پر وارداتو تعرفې له سره غور وکړي.

په همدې حال کې اروپایي اتحادیې د اوکراین د غلو پر وارداتو د ګمرکي محصول لغوه کول د 2024 جون پورې تمدید کړل.

نور خبرونه

رادیو