ایران د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۵ زره ټنه کرنیز محصولات افغانستان ته لېږلي

AP ۱۴۰۲ تله ۱۱

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې ایران د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نېږدې ۳۵ زره ټنه کرنیز محصولات د دوغارون له لارې افغانستان ته استولي دي.

دا شمېره د تېر کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله زیاتوالی ښيي.

انجام خبرې شبکې د ایران د کرنې د مشر له قوله ویلي، چې په دې موده کې افغانستان ایران ته له پنځو زرو ټنو کم توکي لېږلې دي.

نوموړی زیاتوي، چې د افغانستان زیاتره صادرات د ایران له لارې عراق، متحده عربي اماراتو او ترکیې ته لېږدول کیږي.

نوموړي دا ونه ویل، چې په دغو توکو کې کوم توکی شامل دي.

په ورته وخت کې د خراسان رضوي ایالت د بهرنیو چارو وزارت د نماینده ګۍ مشر وايي، چې د دوغارون بندر د ایران او افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا یو مهم بندر دی.

نوموړي زیاته کړې، چې دواړه خواوې د راکړې - ورکړې د پراختیا پر هڅو دوامداره اړیکې لري.

له دې وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر ویلي وو، چې په روان کال کې یې د ایران له لارې ګڼو عربي هېوادونو ته توکي لېږلي دي.

نور خبرونه

رادیو