د مکال خبرو ته د مجاهد غبرګون: موږ له هېڅ ترهګرې ډلې سره تړاو نه لرو او داعش مو ځپلی

AP ۱۴۰۲ تله ۱۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون د مشر مایکل مکال د خبرو په غبرګون ویلي، چې دوی له هېڅ ترهګرې ډلې سره تړاو نه لري او د دوی په اړه له ترهګرو سره د اړیکو ادعا بې بنسټه ده.

نوموړي له القاعدې ډلې سره د طالبانو د ملاتړ په اړه د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر مایکل مکال خبرې رد کړې دي.

نوموړي په کابل کې رسنیو ته ویلي: “موږ دغه څرګندونې ردوو او د داعش له خوا رامنځته شوي ګواښونه د هېواد د ګټو او امنیت په خاطر له منځه وړل شوي دي”.

تېره ورځ د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ویلي، د بایډن د ادارې لوړپوړي چارواکي د طالبانو فعالیتونه او له ترهګرو ډلو سره د هغوی اړیکې "کم ارزښته" ښيي؛ څو طالبان د ترهګرو پر وړاندې د پوځي ځواک د کارولو د جواز له قانونه په څنګ وساتي.

مکال په یوې وینا کې ویلي؛ امریکايي چارواکي ادعا کوي چې “طالبانو د دوحې د هوکړې په چوکاټ کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپل مسوولیتونه ادا کړي، ځکه دغه ډله د داعش د ماتولو لپاره کار کوي.”

د کانګرس دغه جګپوړي چارواکي ویلي؛ هغه اندېښمن دی چې د بایډن اداره به له طالبانو سره په همدې پلمه د اړیکو د عادي کولو لپاره ګام پورته کړي او دغه ډله به له هغه قانونه مستثنا کړي، چې د ترهګرو پر وړاندې د پوځي ځواک د کارولو اجازه ورکوي.

مایکل مکال وویل، چې طالبان لا هم د القاعدې ملاتړ کوي او باید له دې قانونه مستثنا نه شي.

د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر وویل:“په حقیقت کې طالبان له خپل متحد القاعدې سره کار کوي، چې خپل ګډ دښمن داعش ته ماتې ورکړي، دا له ۲۰۱۴ کال راهیسې د دغو ډلو ترمنځ د قدرت د مبارزې یوه برخه ده”.

نور خبرونه

رادیو