د تي سرطان د پوهاوي په میاشت کې، د ملګرو ملتونو د ښځو بنسټ د دوشنبې په ورځ په اېکس پاڼه لیکلي چې، د تي سرطان ناروغانو لپاره د ژر تشخیص، مخنیوي، درملنې او ملاتړ په برخه کې باید د نویو نوښتونو ډېرې هڅې وشي.
اکټوبر د تي سرطان د پوهاوي میاشت ده، چې ویل کېږي په نړۍ کې د سرطان تر ټولو عام ډول دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان د چنګاښ په ۲۱مه لیکلي، چې په ۲۰۲۰ کال کې شاوخوا ۲.۳ میلیونه ښځې د تي په سرطان اخته شوې، چې له دې ډلې په ټولې نړۍ کې ۶۸۵ زره یې مړې شوې دي.
د روغتیا د نړۍوال سازمان د راپور له مخې، د تي سرطان په هر هېواد او په هر عمر کې له پیغلتوب وروسته پیدا کېږي، چې په ښځو کې ډېر عام دی.
دغه سازمان وايي، چې د تي د سرطان لپاره د ښځو جنسیت تر ټولو پیاوړی ګواښ دی.
دا شمیرې په نارینهوو کې ډېرې کمې دي، ځکه چې نږدې ۰،۵ څخه تر یوې سلنې پورې د تي سرطان په نارینهوو کې پېښېږي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، چې د عمر زیاتېدل، چاغښت، د الکولو ناوړه کارول، په کورنۍ کې د سرطان مخینه، د وړانګو سره مخېدل او د سګرټو څکول د سینې د سرطان ګواښ زیاتوي.