د فایننشل ټایمز د راپور له مخې؛ هند کاناډا ته تر ۱۸ میاشتو پورې وخت ورکړی چې له دغه هېواده خپل ۴۱ ډېپلوماټان وباسي.
د هند او کاناډا اړیکې دا وخت سختې ترینګلې شوي، چې کاناډا د هند حکومت د سیک بېلتون غوښتونکي مشر او یو کاناډایی تبعه په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړ.
ډیلي، چې مخکې یې هردیپ سینګ نیجار یو "ترهګر" بللی و؛ دا تورونه یې بې اساسه وبلل.
فایننشل ټایمز د باخبرو سرچینو په حواله لیکلي؛ هند ګواښ کړی چې له ۱۷ میزان وروسته به د کاناډایي ډېپلوماټانو معافیت لغوه کړي.
د دې ورځپاڼې په وینا؛ کاناډا په هند کې ۶۲ ډیپلوماټان لري او هند له دغو ډیپلوماټانو څخه د ۴۱ د وتلو غوښتنه کړې ده.
د هند او کاناډا د بهرنیو چارو وزارتونو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر مخکې ویلي وو، چې په کاناډا کې د هندي ډیپلوماټانو پر وړاندې د "د ډار او تاوتریخوالي فضاء" شتون لري.