نړۍوال بانک: د افغانستان له هرو درېیو کورنیو څخه یې دوه اقتصادي ستونزې لري

AP ۱۴۰۲ تله ۱۱

نړۍوال بانک په خپل تازه راپور کې وايي، چې د افغانستان له هرو درېیو کورنیو څخه یې د دوو کورنیو ژوند له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

د دغه بانک د راپور له مخې؛ دوی د جنوبي اسیا د هېوادونو اقتصادي وده نېږدې ۵،۸ سلنه اټکل کړې ده، خو په دې اټکل کې افغانستان نه دی شامل.

په راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان په اړه د معلوماتو په راټولولو بندیز لګېدلی او د افغانستان د اقتصاد په اړه هېڅ وړاندوینه نه ده شوې.

نړۍوال بانک په خبل راپور کې د سویلي اسیا پر هېوادونو لکه؛ هند، مالدیف، بنګله دېش، نیپال او پاکستان تمرکز کړی دی.

په دغه راپور کې له بنګله دېش پرته د ډېرو نورو هېوادونو اقتصادي وضعیت مخ پر ودې ښودل شوی؛ خو د افغانستان په اړه هېڅ ډول ارقام او وړاندوینه نه ده شوې.

دغه راپور ښيي، چې له افغانستان او بنګله دېش پرته د سویلي اسیا هېوادونه به په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې نېږدې ۵،۸ سلنه اقتصادي وده وکړي.

دغه بانک په خپل راپور کې ویلي، چې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې د اقلیمي بدلون او شدیدو طبیعي پېښو له ګواښ سره مخ دی.

د نړۍوال بانک د وروستي راپور پر بنسټ د افغانستان د ناخالصو کورنیو توکو تولید پنځو ملیاردو ډالرو ته راکم شوی او د سړي سر عاید نېږدې ۳۵۰ ډالره دی.

نړۍوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه خپل راپور کې چې د تېرې جنورۍ پر ۲۵نېټه خپور شوی و ویلي وو، چې په افغانستان کې د صادراتو د کچې لوړوالی، د انفلاسیون مخنیوی، د افغانیو ارزښت ساتل او د عوایدو ټولول هغه مهم ټکي دي، چې له مخې یې د افغانستان د تېر کال وضعیت مثبت ارزول شوی.

په دغه راپور کې ویل شوي وو، چې یوازې د تېر کال د جنورۍ او نومبر میاشتو تر منځ افغانستان د ۱،۷ میلیارد ډالرو په اندازه توکي صادر کړي چې دا د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې۰،۹ او ۰،۸ میلیارد ډالر وو.

تر اوسه طالبانو د نړۍوال بانک د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو