اذربایجان د قره‌باغ لپاره د خپلسري اعلان شوي حکومت مشر له پولې د تېرېدو پر مهال نیولی

AP ۱۴۰۲ تله ۶

د اذربایجان حکومت اعلان وکړ، چې د قره‌باغ د خپلسري اعلان شوي حکومت مشر رابرټ ورډانیان یې پر داسې مهال نیولی چې غوښتل یې له پولې هاخوا ارمنستان ته وتښتي.

رویټرز لیکلي، چې د ورډانیان له نیول کېدو وروسته د اذربایجان سرحدي ساتونکو نوموړی دغه هېواد ته ولېږداوه.

اذربایجان تراوسه د هغو تورونو په اړه څه نه دي ویلي، چې ښاغلی ورډانیان يې په کوم تور نیولی دی.

په همدې حال کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بربوک په سیمه کې د یوه بشري ناورین د رامنځته کېدو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل، که باکو د قره‌باغ د خلکو د امنیت او هوساینې په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل کوي، باید په سیمه کې د نړۍوالو څارونکو حضور ته اجازه ورکړي.

هغې له نړۍوالې ټولنې هم وغوښتل، چې د قره‌باغ وضعیت په دقیق ډول وڅاري.

ارمنستان د تلې په پنځمه اعلان وکړ، چې تر اوسه د قره‌باغ شاوخوا نیمايي ارمنیان له دې سیمې وتلي دي.

د اذربایجان امنیتي ځواکونه له پولې څخه د تېرېدو دمخه د ارمنیانو څارنه کوي.

د باکو چارواکي وايي، د دغو پلټنو موخه د هغو کسانو پېژندنه او نيول دي چې د دوی په باور جنګي جرمونه يې کړي دي.

د اذربایجان ولسمشر الهام علی اف اعلان وکړ، چې هېواد به یې قره‌باغ په یوه "جنت" بدل کړي او ارمنیان به د رایې ورکولو او زده‌کړې حق ولري او د مسیحیانو په توګه په ازاده توګه ژوند کولای شي.

باکو تر دې وړاندې هم ویلي و، چې د قره‌باغ ارمنیانو ته د زیان رسولو اراده نه لري او د دوی حقونه به د " اتباعو" په توګه پېژني.

په ورته وخت کې علی اف ټینګار وکړ، چې هغه په سیمه کې د "جنایي عناصرو" په وړاندې د عدالت پلي کولو ټینګ هوډ لري.

په ورته وخت کې مسکو اعلان کړی، چې د روسیې سوله ساتو ځواکونو تر اوسه د چورلکو په مرسته له قره‌باغ څخه تر ۱۲۰ ډېر کسان اېستلي دي.

د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان د قره‌باغ د کړکېچ په اړه د روسیې پر دریځ نیوکه وکړه او ویلي یې دي، چې هېواد به یې پر خپل بهرني سیاست له سره غور وکړي.

هغه د اېروان او مسکو ترمنځ امنیتي تړونونه بې اغېزې وبلل او وايي، چې دغه تړونونه د ارمنستان د ملي ګټو او امنیت د ټینګښت توان نه لري.

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون هم روسیه د اذربایجان ملګرې وبلله او ویلي یې دي، چې پاریس د ارمنستان د ځمکنۍ بشپړتیا په اړه اندېښمن دی.

د دغو څرګندونو په غبرګون کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا فرانسه تورنه کړه، چې د ناګورنو قره‌باغ د شخړې په اړه په خپلو دریځونو کې "د تعصب ډک" چلند کوي.

زاخارووا زیاته کړه، چې د پاریس هدف په سیمه کې د سولې راوستل نه؛ بلکې یوازې د خپلو سیاسي ګټو څارل دي.

درې کاله وړاندې د اذربایجان او ارمنستان هېوادونه له شاوخوا درې لسیزو وروسته یو ځل بیا د ناګورنو قره‌باغ د حاکمیت پر سر شخړه وکړه او له څو اونیو وروسته د مسکو په مشرۍ اوربند لاس‌لیک شو.

د نړۍوالو قوانینو له مخې، نګورنو قره‌باغ د اذربایجان جمهوریت د یوې برخې په توګه پېژندل شوی؛ خو د دې سیمې اکثریت نفوس ۱۲۰ زره ارمنیان دي.

دغه سیمه د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې پر مهال د اذربایجان جمهوریت له کنټروله واېستل شوه.

نور خبرونه

رادیو