اسلام اباد کې د امریکا سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه سفارت مرستیال سفیر انډریو شوفر پېښور ته د سفر پر مهال په ډیورنډ کرښه د ګزمو زیاتولو، پوله ساتو عسکرو او ځایي پولیسو ته د لا زیاتو پوځي امکاناتو برابرولو ژمنه کړې.
هغه ویلي دي، سمدستي به د ۲۵۰ زره ډالرو په ارزښت پاکستاني پوله ساتو ته د شپې دوربینونه او د ۳۵۰ زره ډالرو په ارزښت نور تجهیزات وپېري.
اسلام اباد کې د امریکا سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا متحدو ایالاتو د پاکستاني پوله ساتو عسکرو د شپنیو عملياتو د ښې اغېزمنتیا په موخه له دغو ځواکونو سره د همکارۍ ژمنه وکړه.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، به اسلام اباد کې د امریکا سفارت مرستیال انډریو شوفر په مشرۍ یو پلاوي پیښور ته د سفر پر مهال د پاکستاني پولیسو له یوه جنرال اختر حیات سره د خیبر پښتونخوا د امنيت په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې په دغه لیدنه کې د امریکا سفارت مرستیال له پولې پورې د توندلارۍ اغیز د مخنیوي په برخه کې د پاکستان د هلو ځلو ستاینه وکړه او زیاته يې کړه چې د امریکا حکومت به د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې د دوی تر شا ولاړ وي.
د متحده ایالاتو او پاکستان تر منځ دا همکاري په سیمه کې د شپنیو عملیاتو د اغېزمنتیا د ښه کولو او د امنیت ټينګولو په موخه ترسره کيږي.