د اسراییلو په عرب مېشتو سیمو کې د وژنو په وروستۍ پېښه کې، پولیسو د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د یوې ښځې او دوو تنکیو ځوانانو په ګډون د یوې عربې کورنۍ پنځه غړي د بسمټ ټبون په ښارګوټي کې په خپل کور کې په ډزو وژل شوي دي.
د روان کال له پیله تر اوسه د اسرائیلو تر ۱۸۰ ډېر عرب وګړي وژل شوي دي.
دا شمېر په تېرو اوو کلونو کې بې ساری دی.
رویټرز لیکلي، چې د راپورونو له مخې په اسراییلو کې د جرمونو کچه په روان کال کې تر بل هر وخته لوړه شوې ده.
تر دې مخکې د چهارشنبې په ورځ هم په یوه جلا پېښه کې یو پنځوس کلن سړی ووژل شو.
د اسراییلو عربي ښاروالانو حکومت او پولیس تورن کړل، چې په قصدي ډول د عرب مېشتو سیمو ته پام نه کوي، هغه موضوع چې مجرمینو ته جرئت ورکوي چې د سزا ورکولو له ډار پرته عمل وکړي.
عرب وګړي چې د اسراییلو د نفوس شاوخوا پنځمه برخه جوړوي، له څو لسیزو راهیسې له بې وزلۍ سره مخ دي او په ګڼې ګوڼې او له امکاناتو پرته ښارونو کې ژوند کوي.
دوی وايي د اسراییلي یهودانو پرتله له دوی سره د دویمې درجې وګړو په توګه چلند کېږي.