امریکا د ایران بې پیلوټه الوتکو له پروګرام سره د مرستې په تور په یوه شبکه بندیز ولګاوه

AP ۱۴۰۲ تله ۶

امریکا پر ایران، چین، ترکیې او متحده عربي اماراتو کې پر پنځو ادارو او دوو اشخاصو د ایران د بې پیلوټه الوتکو له پروګرام سره د مرستې په تور بندیزونه لګولي دي.

د امریکا خزانې وزارت ویلي دغې شبکې د ایران ډرون الوتکو جوړولو ته اړین توکي برابرول.

د امریکا خزانې وزارت وايي، دا ادارې د هغې یوې شبکې برخه وه چې د دغو بې پیلوټه الوتکو د جوړولو لپاره یې د حساسو برخو په برابرولو کې مرسته کړې وه.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دغې شبکې د شاهد - ۱۳۶ ډرون کې کارول شوي انجنونو پیرودلو او بار وړلو لپاره مالي اسانتیاوې برابرې کړې.

وزارت زیاته کړې چې د دې شبکې لخوا پیرودل شوی انجن په دې وروستیو کې د شاهد ۱۳۶ ډرون الوتکې په هغو پاتې شونو کې موندل شوی چې په اوکراین کې ویشتل شوې وه.

د ترهګرۍ او مالي اطلاعاتو په چارو کې د امریکا د خزانې وزارت مرستیال براین نیلسن په یوه بیان کې وویل: «ایراني ډرون الوتکې په اوکراین کې د روسیې په بریدونو کې د روسیې لپاره د یوې مهمې وسیلې په توګه کارول کيږي.»

«پیشګام الیکترونیک صفه» او د هانګ کانګ شرکت «های مارک» د هغو بنسټونو څخه دي چې د ایران د ډرون پروګرام په تړاو بندیزونه پرې لګول شوي دي. د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې دغو دوو شرکتونو د ایران د برید کوونکو بې پیلوټه الوتکو لپاره زرګونه انجنونه برابر کړي دي.

نور خبرونه

رادیو