کاناډا په پاکستان کې له سېلاب ځپلو افغان کډوالو سره د ۱۴ میلیونه ډالرو مرسته کوي

AP ۱۴۰۲ تله ۶

د کاناډا د نړۍوالې پراختیا وزارت اعلان وکړ، چې په پاکستان کې د سېلابونو له امله زیانمن شویو افغان کډوالو ته د روغتیا او اړینو خدمتونو د دوو پروژو لپاره به د ۱۴ میلیونه ډالرو مرسته وکړي.

دغه مرستې به د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د روغتیا نړۍوال سازمان له لارې ولګول شي.

د کاناډا حکومت د چهارشنبه په ورځ (د تلې ۵مه) په یوې مطبوعاتي خبرپاڼه کې وویل، چې له دغو ۱۴ میلیونه ډالرو څخه ۱۰ میلیونه ډالر به د بېړنیو خدمتونو لکه د ښوونځیو او روغتیایي تاسیساتو بیارغونه، د معیشتي روزنې وړاندې کول او د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي پورې اړوند خدماتو چمتو کولو لپاره ځانګړې کېږي.

کاناډا زیاته کړې، چې پاتې څلور میلیونه ډالر به د روغتیا نړۍوال سازمان ته د خدمتونو د وړاندې کولو په هغو برخو لکه زېږون، مېندواو نويو زېږېدلو ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته د روغتیایي پاملرنې او د مېرمنو پر وړاندې تاوتریخوالي ته د رسېدو په برخو کې ورکړل شي.

په خبرپاڼه کې د کاناډا د نړۍوالې پراختیا د وزیر احمد حسین له قوله راغلي، چې افغان کډوال او پاکستان د کوربه هېواد په توګه تېر کال د بې ساري اقلیمي ناورین او سېلابونو له امله زیانمن شوي دي.

دغه کاناډایي چارواکي زیاته کړې، چې هېواد یې د مرستو دوام ته ژمن دی او د 14 میلیونه ډالرو بودجه به د پاکستان ځینې خورا بېړنۍ اړتیاوې پوره کوي.

کاناډا وايي، تېر کال یې پاکستان ته د بشري مرستو په برخه کې ۲۵.۹ میلیونه ډالره ورکړي دي.

په دغو مرستو کې ۶.۹ میلیونه ډالره له سېلاب نه مخکې د افغان کډوالو او پاکستاني وګړیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ځانګړي شوي وو.

د کاناډا د اعلان له مخې، له دغو مرستو څخه ۱۹ میلیونه په پاکستان کې د سېلابونو پایلو سره د مبارزې لپاره ځانګړي شوي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د کاناډا حکومت لا هم د افغانستان له خلکو سره د خپلو ژمنو د پوره کولو په موخه د ۲۰۲۳ کال تر پایه دغه هېواد ته د ۴۰ زره کډوالو د لېږدولو هوډ لري.

د کاناډا د حکومت له‌خوا د ورکړل شویو شمېرو له مخې، له تېرو دوو کلونو راهیسې څه باندې ۳۸ زره افغانان دغه هېواد ته تللي دي.

په پاکستان کې د تېر کال په سپټمبر میاشت کې سېلابونو ډېر زیانونه اړولي وو، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۷۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۸ میلیونه کسان بې کوره شوي وو.

پاکستان هیله درلوده، چې د نړۍ له هېوادونو څخه ۱۶ میلیارده ډالره مرسته ترلاسه کړي.

نور خبرونه

رادیو